په استانه کې د افغانستان سفارت رسمي پاڼه - The Official Account of the Afghanistan Embassy in Astana

Joined August 2024
41 Photos and videos
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د څېړنیزو مرکزونو ګډې سیمه ییزې ناستې ته د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د امریکا متحده ایالاتو او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د هوکړې په اړه څرګندوني
11
104
426
13,129
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د څېړنیزو مرکزونو ګډې سیمه ییزې ناستې ته د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د بشپړې وینا متن. بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله، أما بعد: د منځني اسیا هېوادونو د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونو او فکري خونو محترمو مشرانو په شمول د اذربايجان جمهوریت او مل پلاویو، گرانو میلمنو او گډونوالو! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته سهار مو نېکمرغه ډېر د ویاړ او خوښۍ ځای دی، چې نن د «افغانستان او اذربايجان جمهوریت په شمول د منځنۍ اسیا ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونو او فکري خونو» لومړۍ ناسته «په سیمه‌ییزو همکاریو کې د فکري خونو ستراتیژیک رول» تر عنوان لاندې په ښکلي کابل ښار کې ترسره کیږي. تاسې ټولو ته د زړه له کومې ښه راغلاست وایم. هیله لرم دا ناسته چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په ابتکار او د ترکمنستان، ازبیکستان، قزاقستان، تاجیکستان، قرغیزستان او اذربايجان جمهوریتونو د مطالعاتو مرکزونو او فکري خونو مشرانو او پلاوو په گډون ترسره شوې، وکړلای شي د سیمې تر منځ په علمي، څېړنیز او فکري گډو برخو کې د همکارۍ ډگرونه را په گوته او پیاوړي کړي او دولتي پرېکړه کوونکو ته عملي او رغنده طرحې او وړاندیزونه وړاندې کړي. درنو حاضرینو، د نړیوالې جوړښت بدلونونو او ننگونو ته په پام، اوسنی نړیوال نظم د تاریخ په یو حساس پړاو کې دی؛ هغه پړاو چې له یوې خوا بېلابېل توهمات او متضاد روایتونه رامنځته شوي او له بلې خوا د ډله‌ییزې او څو اړخیزې همکارۍ هڅې لیدل کېږي. په دې منځ کې، الحمدلله د افغانستان او د اذربايجان په شمول د منځنۍ اسیا هېوادونو تر منځ اړیکې په عملگرایانه، فرصت‌محوره او همکارۍ‌محوره روایت ولاړ له بل هر وخت ډېرې پیاوړې او پراخې شوې دي. مونږ نن نه یوازې د هېوادونو استازي، بلکې د یوې گډې جغرافیې د فکر خاوندانو او فکري مشرانو په توگه راټول شوي یوو؛ څو د سیمه‌ییزو هېوادونو تر منځ اړیکې، په ځانگړي ډول د افغانستان اسلامي امارت او منځني اسیا هېوادونو تر منځ مناستونه له اوسني تعامل او همکارۍ څخه ژورې او دوامداره همغږۍ ته ورسوي. بې له شکه، د لا اغېزمنو رغندو پرېکړو او د سیمې او زمونږ گډ راتلونکي لپاره د بومي روایتونو رامنځته کولو لپاره اړینه ده چې د مطالعاتو او فکري بنسټونو متخصصان او څېړونکي زمونږ د گډو همکاریو لپاره په بېلابېلو برخو کې عملي او د هر اړخیز لار نقشه جوړه کړي او دا کار د سیمې د فکري خونو او مطالعاتو مرکزونو تر منځ همکاري نه یوازې یو انتخاب، بلکې یو ناگزاره اړتیا جوړوي. درنو متخصصینو، مخکې پرتې ننگونې او فرصتونه د دې اړتیا لا روښانه کوي چې په سیمه کې د علمي او څېړنیزو بنسټونو ترمنځ همکاري او گډه څېړنه نوره هم پیاوړې شي. زه غواړم په لنډ ډول د دغو ننگونو څو بېلگې یادې کړم: لومړی؛ د چاپېریال ساتنې ننگونې او اقلیمي بدلون: زمونږ سیمه له داسې بحرانونو سره مخ ده لکه اقلیمي بدلون، د اوبو کمښت، د هوا ککړتیا او نورې گډې چاپېریالي ستونزې. دا گواښونه سیاسي پولې نه پېژني، او څېړنیز مرکزونه باید د دقیقو معلوماتو او علمي تحلیلونو په تولید سره حکومتونو ته د دغو بحرانونو د مدیریت لپاره گډ حل‌لارې وړاندې کړي؛ دوهم؛ امنیتي اندېښنې او سیمه‌ییزې شخړې: په گډه سیمه‌ییزه فضا کې روانې جگړې او شخړې د اقتصاد په ځنځیر، تگ راتگ او د خوړو او انرژۍ د امنیت په تأمینولو کې ژور بدلونونه راوستي دي. په داسې شرایطو کې، چې د مطالعاتي او څېړنیزو مرکزونو رول یوازې اکاډیمیک نه دی، بلکې کولای شي د فکري همکارانو او د سیمه‌ییزې ډیپلوماسۍ د هڅوونکي په توگه د دغو شخړو د مدیریت او د سیمه‌ییزې همغږۍ د پیاوړتیا لپاره علمي او عملي لارې چارې وړاندې کړي؛ درېیم؛ اقتصادي او ترانزیټي فرصتونه: افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د طبیعي نښلوونکي پله په توگه د سیمه‌ییز نښلون لپاره ستر ظرفیت لري. اړتیا ده چې د کاسا-۱۰۰۰، تاپي، تاپ، د لاجوردو لار، د افغان–ترانس د اوسپنې پټلۍ پروژه او نورې گډې سیمه‌ییز ترانزیټي لارې او پروژې د دقیقو اقتصادي مطالعاتو، راتلونکي لید او څېړنیزو ارزونو له لارې ملاتړ شي. څېړنیز مرکزونه باید د دې پروژو گډې گټې روښانه کړي څو د هېوادونو ترمنځ متقابل باور پیاوړی شي؛ څلورم؛ د بومي روایت جوړونې اړتیا: زموږ فرصتونه، ننگونې او گډ راتلونکی دې ته اړتیا لري چې بومي او داخلي روایت جوړونه وشي. نن له هر بل وخت څخه ډېره اړتیا ده چې د افغانستان او منځنۍ اسیا څېړونکي پخپله د سیمې د واقعیتونو، فرصتونو او ننگونو روایتگر وي. دا هدف یوازې د منسجمې څېړنیزې همکارۍ او د علمي پایلو د دوامدار تبادلې له لارې ترلاسه کېدای شي. محترمو مېلمنو، که څه هم د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو د لومړۍ ناستې بریالۍ ترسره کېدل چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۵مه نېټه په کابل ښار کې ترسره شوه، د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم سیاسي چوکاټ برابر کړی دی؛ خو د یوه تخصصي او څېړنیز میکانیزم د رامنځته کېدو اړتیا هم احساسېږي، څو سیاسي ژمنې او توافقات په عملي او تطبیقي وړاندیزونو بدل کړي او د سیمه‌ییزو همکاریو بهیر د مشورتي خبرو تر کچې محدود پاتې نه شي، بلکې دوام ومومي. د نننۍ ناستې اساسي هدف دا دی چې د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د راتلونکو سیمه‌ییزو همکاریو د مهمو موضوعاتو په اړه د تحلیلي بحثونو، د تخصصي نظریاتو د تبادلې او د پالیسي‌محوره حللارو د وړاندې کولو لپاره یو مناسب بستر رامنځته شي. دا غونډه د لاندې اهدافو د تحقق په موخه ترسره کېږي: -د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا د هېوادونو، په شمول د اذربایجان، ترمنځ د متقابل درک زیاتول او پیاوړتیا؛ -د افغانستان او منځنۍ اسیا د لومړۍ مشورتي ناستې له لارې د ترلاسه شوو ژمنو او توافقاتو د عملي کولو لپاره د څېړنیزو وړاندیزونو ارزونه او تدوین؛ -د سیمې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي بدلونونو او بهیرونو ژوره پېژندنه او آگاهي، او پر افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو یې د اغېزو ارزونه؛ -د سیمه‌ییز اتصال، اقتصادي پراختیا، ترانزیت، سوداگرۍ، پانگونې، فرهنگي تبادلو او کلتوري ډیپلوماسۍ په برخو کې د نوو همکارۍ میکانیزمونو پېژندنه او څېړنه؛ -د دې علمي او فکري فورم له لارې د سیمې د هېوادونو د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکزونو، فکري ټانکونو او څېړنیزو بنسټونو ترمنځ د علمي او څېړنیزې همکارۍ پیاوړتیا؛ -او د بومي پوهې د تولید او د سیمه‌ییزو فرصتونو، ننگونو او گډ راتلونکي په اړه د سیمه‌ییز روایت د وړاندې کولو لپاره زمینه برابرول، د سیمې د هېوادونو پر علمي او فکري ظرفیتونو د اتکا له لارې. محترمو متخصصینو او د نظر خاوندانو، په پای کې غواړم ټینگار وکړم چې علمي او څېړنیزه همکاري د ولسونو او هېوادونو ترمنځ تر ټولو پایدار، کم لگښته او اغېزمن ډول د ډیپلوماسۍ ده. نړیوالې تجربې ښيي چې ډېری لوی سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییز ابتکارات لومړی په علمي مجلسونو او فکري مرکزونو کې رامنځته شوي او وروسته د دولتونو په رسمي پالیسیو بدل شوي دي. نن زموږ تاریخي مسوولیت دا دی چې د دوامدارو همکارۍ چوکاټونو په جوړولو، د منظم او نوبتي ناستو په ترسره کولو، د گډو څېړنیزو پروگرامونو په تعریف، د معلوماتو په تبادله، د گډو علمي آثارو په خپرولو او د څېړنیزو بنسټونو ترمنځ د اړیکو په پراخولو سره، د سیمې د لویو سیاسي او اقتصادي پرېکړو لپاره لازم فکري بنسټونه برابر کړو. افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د ژورو دیني، تمدني، جغرافیایي او گډ راتلونکي اړیکو، او همدارنگه د اقتصادي فرصتونو په گډون، باور لري چې د سیمې لپاره یو باثباته، هوسا او امن راتلونکی یوازې د همکارۍ، متقابل باور، سیمه‌ییز اتصال او د گډو گټو د درک له لارې ترلاسه کېدای شي. د افغانستان د څېړونکو او اندېښمنانو لاسونه د علمي همکارۍ لپاره د نورو هېوادونو، په ځانگړي ډول د منځنۍ اسیا د هېوادونو په شمول د اذربایجان جمهوریت، څېړونکو ته غځېدلي دي. هیله لرم چې دا غونډه په سیمه کې د څېړنیزو همکاریو د نوي پړاو پیل وگرځي او د علمي بحثونو د پیاوړتیا، د نظریاتو د تبادلې، د گډې پوهې د تولید او د نوو همکارۍ فرصتونو د پېژندلو لپاره روښانه افق رامنځته کړي. ستاسو د ټولو د ارزښتناک حضور څخه مننه کوم او له الله تعالی څخه د دې غونډې د تنظیموونکو او گډونوالو لپاره د بریا او گټورو لاسته راوړنو دعا کوم. والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته
5
42
153
5,665
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
The Speech of IEA-Foreign Minister Mawlawi Amir Khan Muttaqi at the Afghanistan - Central Asia Think Tank Forum Hosted by the Ministry of Foreign Affairs In the name of Allah, the Most Gracious, the Most Merciful. Honorable Heads of Strategic Studies Centers and Think Tanks from Central Asian countries, including the Republic of Azerbaijan, along with esteemed delegations, Distinguished guests, and participants! Assalamu Alaikum… I hope this day finds you all in good health and spirits. It is a source of great pride and pleasure that the first meeting of “Strategic Studies Centers and Think Tanks of Afghanistan and Central Asia, including the Republic of Azerbaijan,” titled “The Strategic Role of Think Tanks in Advancing Regional Cooperation,” is being held today in the beautiful city of Kabul. I extend a warm and sincere welcome to all of you. I hope this gathering — organized on the initiative of the Center for Strategic Studies of the Ministry of Foreign Affairs of the Islamic Emirate of Afghanistan, with the participation of the heads and delegations of strategic studies centers and think tanks from Turkmenistan, the Republic of Uzbekistan, the Republic of Kazakhstan, the Republic of Tajikistan, the Kyrgyz Republic, and the Republic of Azerbaijan — will prove effective in identifying and strengthening common grounds for scientific, research, and intellectual cooperation among the region’s study institutions. I also hope it will result in the presentation of constructive and practical proposals to support the state decision-makers. Distinguished guests, Given the developments and challenges in the global structure, the current international order finds itself at a sensitive juncture in history — a period marked, on the one hand, by various illusions and contradictory narratives, and, on the other, by efforts toward cooperation and multilateralism. In the midst of this, praise be to God, relations between Afghanistan and the Central Asian countries, including Azerbaijan, have strengthened and expanded more than ever before, based on an opportunity-oriented and cooperation-focused narrative. Today, we have gathered not merely as representatives of countries, but as thinkers and intellectual leaders of a shared geography, to elevate relations between the countries of the region — particularly between the Islamic Emirate of Afghanistan and the Central Asian countries — from the current level of engagement and cooperation to a stage of deep and sustainable convergence. There is no doubt that, in order to make more effective and constructive decisions and to develop indigenous narratives for our region and shared future, specialists and researchers from academic and intellectual institutions must draft practical and comprehensive roadmaps for future cooperation across various fields. This makes cooperation among the region’s think tanks and study centers not merely an option, but an inevitable necessity. Distinguished experts, The challenges and opportunities before us make the need for research and cooperation among the region’s scientific and research institutions clearer than ever. In this regard, I would like to briefly mention a few examples of these challenges: First: Environmental challenges and climate change: Our region faces shared crises such as climate change, water scarcity, air pollution, and other environmental problems. These threats do not recognize political borders. Research centers should produce accurate data and scientific analyses to provide governments with joint solutions for managing these crises. Second: Security concerns and regional conflicts: Ongoing wars and conflicts in our shared regional environment have caused profound disruptions to economic chains, movement of people, and food and energy security. In such circumstances, study and research centers are not merely academic institutions; they can serve as intellectual partners and drivers of regional diplomacy by offering scientific and practical solutions for managing these conflicts and strengthening regional convergence. Third: Economic and transit opportunities: Afghanistan, as a natural bridge between Central and South Asia, holds significant potential for regional connectivity. Projects such as CASA-1000, TAPI, TAP, the Lapis Lazuli Route, the Afghan–Trans railway project, and other transit corridors and joint regional initiatives require precise economic studies, forward-looking analyses, and research-based evaluations. Study centers should clearly highlight the mutual benefits of these projects to strengthen mutual trust among the countries. Fourth: The necessity of indigenous narrative-building: The opportunities, challenges, and shared future of our region require authentic, locally-driven narratives. More than ever, researchers from Afghanistan and Central Asia must become the narrators of the region’s realities, opportunities, and challenges. This goal can only be achieved through cohesive research collaborations and the continuous exchange of scientific findings. Distinguished guests, The successful convening of the first “Afghanistan–Central Asia Consultative Dialogue” on 5 April 2026 in Kabul has established an important political framework for the development of regional cooperation. However, there is also a felt need to create a specialized, research-oriented mechanism that can transform political commitments and agreements into practical and implementable proposals, thereby advancing regional cooperation beyond the level of consultative dialogues. The primary objective of today’s forum is to provide a platform for analytical discussions, the exchange of specialized views, and the presentation of policy-oriented solutions on the most important issues concerning the future of regional cooperation between Afghanistan and the Central Asian countries. This forum seeks to achieve the following goals: • Enhancing and strengthening mutual understanding between the Islamic Emirate of Afghanistan and the Central Asian countries, including Azerbaijan; • Reviewing and formulating research-based proposals for the implementation of commitments and agreements reached during the first Afghanistan–Central Asia Consultative Dialogue; • Deepening awareness and understanding of political, economic, and security trends and developments in the region, and assessing their impact on Afghanistan and the Central Asian countries; • Identifying and examining innovative mechanisms for cooperation in the areas of regional connectivity, economic development, transit, trade, investment, cultural exchanges, and cultural diplomacy; • Strengthening scientific and research cooperation through this intellectual and academic forum among the strategic studies centers, think tanks, and research institutions of the region; • Creating the conditions for the production of indigenous knowledge and the presentation of a regional narrative on opportunities, challenges, and the future of shared cooperation, relying on the scientific and intellectual capacities of the countries of the region. Distinguished experts and scholars, To conclude, I wish to emphasize that scientific and research cooperation represents the most sustainable, least costly, and most effective form of diplomacy among nations and countries. Global experience has shown that many major political, economic, and regional initiatives first took shape in academic forums and think tanks before being transformed into official state policies. Today, our historic responsibility is to establish durable frameworks for cooperation, hold regular and rotational meetings, define joint research programs, exchange information, publish joint scientific works, and expand connections among research institutions. In doing so, we will lay the necessary intellectual foundations for major political and economic decisions in the region. Afghanistan, with its deep religious, civilizational, geographical, and shared future bonds — including economic opportunities — with Central Asia, firmly believes that a stable, prosperous, and secure future for all countries of the region can only be realized through the path of cooperation, mutual trust, regional connectivity, and a shared understanding of collective interests. The Afghan researchers and intellectuals extend their hands in friendship toward researchers from other countries, especially the Central Asian nations, including the Republic of Azerbaijan. I hope this forum marks the beginning of a new chapter in regional research cooperation and will help draw a brighter horizon for our region through strengthened scientific dialogue, exchange of views, joint knowledge production, and the identification of new avenues for collaboration. I express my sincere appreciation for the valuable presence of all of you at this meeting and pray to Almighty Allah for success and fruitful outcomes for the organizers and all participants. Thank you!
8
39
1,597
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
Full Speech by Minister of Foreign Affairs Mawlawi Khan Muttaqi at Afghanistan - Central Asia and Azerbaijan Think Tank Forum, hosted by the Ministry of Foreign Affairs
سخنرانی کامل مولوی امیرخان متقی وزیر امور خارجهٔ کشور در نشست مشترک منطقه‌یی مراکز تحقیقاتی افغانستان - آسیای مرکزی و آذربایجان به میزبانی وزارت امور خارجه
3
13
58
1,571
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
د تخصصي زدکړو د ارزښت، له پاکستان سره د مذاکراتو او د مخورو د مسئولیت په اړه د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د ډيپلوماسۍ انسټيټيوټ د شپږمې تخصصي دورې فراغت غونډې ته، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي د وینا یوه برخه.
22
143
590
37,190
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره وکتل. دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري یو والی او اړیکې تاریخي وبللې؛ هغه زیاته کړه،د ورزشي ډيپلوماسي له لارې غواړو له نړۍ سره
2
21
126
7,292
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
د «افغانستان - منځنۍ اسيا مشورتي خبرو اترو» غونډې په پای کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر پايليزه وينا. Closing Remarks by IEA-Foreign Minister at the “Afghanistan–Central Asia Consultative Dialogue” یوټیوب لینک youtu.be/cBbHOvOQD-8 فیسبوک لینک facebook.com/share/v/1E423fg…
د «افغانستان - منځنۍ اسيا مشورتي خبرو اترو» غونډې په پای کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر پايليزه وينا Closing Remarks by IEA-Foreign Minister at the “Afghanistan–Central Asia Consultative Dialogue”
1
9
46
2,894
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډې ته د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي د وینا متن.
د ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان ، تاجکستان او قزاقستان جمهوریتونو محترمو معين صاحبانو او استازو؛ او ټولو درنو مېلمنو او ګډونوالو؛ السلام علیکم و رحمة الله و برکاته سهار مو نیکمرغه........ خوښ یم چې نن د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د لومړنۍ مشورتي ناستې د جوړېدو شاهدان یو. دا ناسته چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت او د ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان، تاجکستان او قزاقستان د لوړپوړو استازو په ګډون جوړه شوې ده، یو څو اړخیز سیاسي مشورتي میکانیزم دی، چې موخه یې د سیمه ییزو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادله، د ډیپلوماتیکو همغږیو پیاوړتیا او د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د همکاریو، په ځانګړې توګه د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او سیمه ییز اتصال په برخو کې د عملي لارو چارو لټول دي. په تېرو نږدې پنځو کلونو کې، د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا هېوادونو لکه (ازبکستان، قرغیزستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان) د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز ټرانزیټ په برخه کې رغنده او اغېزمن ګامونه پورته کړي دي، چې نن یې د فرصتونو، همکاریو او سیمه ییزې همغږۍ د یوې ژوندۍ بېلګې شاهدان یو. د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو عملي، په همکارۍ‌ بنا او فرصت محوره کړنلارې، چې پر سیاسي تعامل او اقتصادي همکاریو ټینګار کوي، په سیمه ییزه کچه د متقابل اعتماد او ګډې همکارۍ یوه بریالۍ نمونه ده. دا ناسته به پر لاندې بنسټیزو موخو ټینګار وکړي: د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو او ډیپلوماتیکې همغږۍ پیاوړتیا؛ د یوې اقتصاد محوره کړنلارې په اډانه کې د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د نویو فرصتونو او سیمه ییزو همکاریو پېژندل؛ او د سیمه ییزو بدلونونو او د ثبات په ټینګښت او تلپاتې پراختیا کې د همکاریو د رول په اړه د لیدلورو شریکول. موږ هیله من یو چې د دې ناستې په جوړولو او په ګډه د ټولو فرصتونو او ننګونو په ارزولو سره به، د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ په سیاسي، سوداګریزو، ټرانزیټي، امنیتي او د اقلیمي بدلونونو په برخو کې د هراړخیزو همکاریو یوه روښانه نقشه ترسیم کړو. موږ نن په داسې حال کې راټول شوي یو چې له یوې خوا نړیوال نظم له جدي پوښتنو او ننګونو سره مخ دی او له بلې خوا بېلابېل توهمات او مخالف روایتونه رامنځته شوي دي؛ له یوې خوا د اسیا وچې، په ځانګړې توګه د اورآسیا سیمې د اقتصادي خوځښت شاهدان یو او له بلې خوا د لوېدیځې اسیا سیمه له جګړو او ناخوالو سره لاس او ګرېوان ده. په دې منځ کې، بې له شکه افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه هم له دې جریانونو اغېزمن دي؛ نو اړتیا ده چې په ګډه دا مشترکې ننګونې مدیریت کړو او له شته ظرفیتونو څخه د پرمختګ، هوساینې او سیمه ییزې همغږۍ په لور د رسېدو لپاره په اغېزمنه توګه ګټه پورته کړو. درنو ګډونوالو، د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو اړیکې په ژورو تاریخي، جغرافیایي، دیني، کلتوري او ټولنیزو پیوندونو کې ریښې لري. موږ پېړۍ پېړۍ په دې خاوره کې د نږدې ګاونډیانو په توګه ژوند کړی، ګډ هویت، ګډ درد او ګډ راتلونکی لرو. له یوې خوا د اسلامي نړۍ لویو شخصیتونو لکه امام ابوحنیفه، امام بخاري او امام ترمذي (رحمهم الله) د دې سیمې د ځلانده اسلامي تمدن بنسټ ایښی او له بلې خوا تاریخي او کلتوري څېرو لکه ابوریحان البیروني، رودکي، مختوم‌قلي فراغي، امیر علي شېرنوايي او ابونصر فارابي زموږ ګډ تاریخ بډایه کړی دی. نو د افغانستان او منځنۍ اسیا د اړیکو بنسټ همدا مشترکات جوړوي. الحمدلله، نننی روایت د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د فرصت، همکارۍ او سیمه‌ییزې همغږۍ روایت دی، نه د تقابل او توهم. موږ په ګډه کولی شو د سیمه ییزې همغږۍ یوه بریالۍ بېلګه رامنځته کړو او په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا ته لاره هواره کړو. درنو مېلمنو ! د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سیاست د توازن او اقتصاد محورۍ پر اصل ولاړ دی چې پر اسلامي ورورولۍ، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او همکارۍ ټینګار کوي. په دې پالیسۍ کې د منځنۍ اسیا هېوادونه ځانګړی ځای لري. موږ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ، د ګډو سیمه ییزو فرصتونو او ننګونو له امله پر سیمه ییز محوره ستراتیژۍ ټینګار کوو. د همدې سیاست په پایله کې، نن الحمدلله د سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې او رغنده تعامل لرو، چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره زموږ اوسنۍ اړیکې یې ښکاره بېلګه ده. ٢/١
9
55
1,246
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډې ته د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي وینا
8
167
604
21,850
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه پیل شوه.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت به سبا (یکشنبه) د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه پیل شوه. دا غونډه د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د لوړ پوړو استازو په ګډون سره پیل شوه ، چې پکې به پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو، او همداراز د سیمه‌ییزو همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په اړه بحثونه ترسره شي.
3
5
294
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه پیل شوه. دا غونډه د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د لوړ پوړو استازو په ګډون سره پیل شوه ، چې پکې به پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو، او همداراز د سیمه‌ییزو همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په اړه بحثونه ترسره شي.
12
156
735
25,993
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سیاست د توازن او اقتصاد محورۍ پر اصل ولاړ دی چې پر اسلامي ورورولۍ، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او همکارۍ ټینګار کوي او په دې پالیسۍ کې د منځنۍ اسیا هېوادونه ځانګړی ځای لري. The foreign policy of the Islamic Emirate of Afghanistan is based on the principles of balance and economic centrality, with emphasis on Islamic brotherhood, good neighborliness, mutual respect, and cooperation. The Central Asian countries occupy a special place in this policy.
1
32
76
4,066
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
د ځینو ویجاړونکو عناصرو لکه داعش ډلې ګواښونه، د نشه یي توکو قاچاق، غیرقانوني کډوالۍ او پلان شوي جرمونه زموږ ګډې اندېښنې دي. د افغانستان امنیتي ادارو په دې برخه کې جدي ګامونه اخیستي او د هغو کسانو پر وړاندې یې پر وخت اقدام کړی چې غوښتل یې زموږ دوستانه اړیکې زیانمنې کړي. Issues such as the activities of certain destructive elements—including the threats posed by Daesh groups, the smuggling of narcotics (especially synthetic drugs), illegal migration, and cross-border organized crime—are among the common concerns of both sides. To this end, the Afghan security entities have taken the necessary measures. Timely actions have been carried out against individuals and elements attempting to undermine the friendly relations between Afghanistan and the Central Asian countries.
1
57
127
4,062
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
افغانستان د اقتصادمحوره سیاست په غوره کولو سره د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده. By adopting an economy-centered foreign policy, Afghanistan has created conditions conducive to the growth of trade and the attraction of foreign investment.
18
47
1,210
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره نن د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو پخواني ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد، په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر ښاغلی سیف الکتبي او په افغانستان کې د امریکايي اسیر ډینس کویل د کورنۍ غړي ښاغلي لي وکتل. د هېواد د بهرنیو چارو وزیر وویل، وروسته له هغې چې د بندي د کورنۍ او په ځانګړي ډول د هغه د مور لیک د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ته راورسېده، چي زوی یې د نیکمرغه کوچني اختر د راتلو په مناسبت عفوه او خلاص شي د ا.ا.ا. د سترې محکمې مقام د نوموړي د بند موده کافي وبلله او د نوموړي د ازادیدو پریکړه یې وکړه. مولوي امیر خان متقي زیاته کړه، چې د ا.ا.ا. د هېڅ هېواد وګړي د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره نه دي نیولي، بلکې د قوانینو د نقض په پایله کې د قضايي پروسې له طی کېدو وروسته ازاد شوي دي. د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې دواړه لوري باید خپلو اتباعو ته د معیاري کونسلي خدماتو رسونه یقیني کړي او د افغانستان حکومت په دې اړه پوره چمتووالی لري. مولوي امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو دولت او په ځانګړې توګه د رئیس محترم محمد بن زاید آل نهیان څخه د خلاصون د اسانتیاوو چمتو کولو په برخه کې د رغنده رول مننه وکړه او متحده عربي امارات یې د افغانستان نږدې دوست هېواد یاد کړ. همداراز د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې اسلامي امارت او د بندي د کورنۍ ترمنځ د معلوماتو د تبادلې په برخه کې د قطر دولت د رول قدردانی هم وکړ. په دې ناسته کې ښاغلي زلمي خلیلزاد هم پر خپل وار د ا.ا.ا. له خوا دا ګام د ستاینې وړ وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر ټولو مسایلو د خبرو دوام مهم یاد کړ او په راتلونکي کي یې د لازیاتو پرمختګونو هیله څرګنده کړه. همدرازا د متحده عربي اماراتو سفیر ښاغلي سیف الکتبي په بشري بنسټونو د خپل هېواد د رول لوبولو چمتووالی وښود او دغه ډول پرمختګونه یې د ټولو په ګټه وبلل.
30
111
724
33,507
په قزاقستان کې د ا.ا.ا. سفارت په کابل کې د معتادینو پر روغتون د برید له امله د شهیدانو ارواحو ته د فاتحې او دعا مراسم ترسره کړل. په دې مراسمو کې د سفارت ډیپلوماټانو، کارکوونکو، افغان محصلینو، سوداگرو او هلته يو لړ مېشتو هېوادوالو گډون کړی و. مراسم د قران کریم په ختم پیل شول،1\1
1
4
31
902
وروسته د شهیدانو لپاره دعاوې وشوې او د ټپیانو د ژر روغتیا هیله څرگنده شوه. د سفارت سرپرست ښاغلي مفتي محمدالرحمن گډونوالو سره د پېښې په اړه معلومات شريک کړل او د دې غميزې ټول قربانيان يې ملکي وگړي ياد کړل2\2
2
90
په استانه کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت شارژدافیرښاغلي مفتي محمد الرحمن دقزاقستان جمهوریت مفتيت دروژه ماتي مراسمودگډون په ترڅ کې دقزاقستان جمهوریت له مفتي اعظم ښاغلي حاجي نوروزبای تاغان اولي سره وکتل.په دې لېدنه کې ددواړو هیوادونو په دیني،فرهنگي او تاریخي گډو موضوعاتو بحث وشو
1
14
298
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ساحوي او ولایتي رییس محترم مولوي اسدالله حلیم،او د وزارت خارجه د امنیتی همکاریو اوسرحدی چارو ریاست معاون انجنیر عبدالله توابزای چې د دوهم سکرتر ښاغلي محمد عظیم مجددي يې ملتیا کوله، د قزاقستان1/1
1
2
7
344
د جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال باورژان آلنوف او مل پلاوي سره،د کیمیاوي مخکینیو موادو په اړه د سیمه‌ییز کاري گروپ د غونډې په څنډه کې لیدنه وکړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا او گډو.1/2
1
2
193
میکانیزمونو پر رامنځته کولو خبرې وکړې1/3
2
183