Afghan Politics 🇦🇫 | Specialist in Family Medicine | former Senior Adviser to Afghan President and Director General Administrative Affairs Office of 🇦🇫

Joined July 2009
757 Photos and videos
Pinned Tweet
ایا موږ ټول د امریکا په وسیله د جمهوریت د سقوط شاهدان نه وو؟ ایا امریکا سره د BSA او SPA په څېر د هوکړه‌لیکونو تجربه مو هېره کړه چې په ظاهره کې نړېوال او قانوني قرادادونه وو، خو په عمل کې بې‌ اعتباره او غولوونکي ثابت شول؟ موږ له دې ټولو ترخو تجربو سره سره، هیڅ ټکان و نه خوړ او درس وانه‌خیست؟ چې نن بیا د بګرام د اډې په اړه د امریکا د ولسمشر او څو امریکايي مامورینو څرګندونې جدي نیسو او بدرګه کوو یې؟!
2
41
459
54,468
د احمد ظاهر د مړینې د ۴۷م تلین په یاد احمد ظاهر بې‌شکه د افغانستان په معاصر تاریخ کې تر ټولو ستر او اغېزناک سندرغاړی و. د هغه غږ، هنر او سندرې لا هم د میلیونونو افغانانو د هنري احساساتو سره مل دي، او باور لرم چې په راتلونکو کلونو کې به هم میلیونونه افغان ځوانان د هغه سندرې زمزمه کوي. اروا یې ښاده، یاد یې تلپاتې! انځور: احمد ظاهر په خپل کور کې، د جلال‌آباد ښار لومړۍ ناحیه
9
8
112
7,759
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
ولې د هیواد د راتلونکي په اړه د ځوانانو په رول ډېر ټینګار کوو؟ ځکه چې زموږ د مخکیني نسل کاري سوانح او تجربې زموږ په مخ پرتې دي؛ تېر نسل د دوو میلیونو افغانانو د وژلو مسئول دی، تېر نسل د تېرو څلوېښتو کلونو په موده کې د سولې مذاکراتو د شپږو ناکامو مذاکراتو مسئول و، تېر نسل د ۱۸۸۰ او ۱۹۸۰ ترمنځ په سلو کلونو کې د هیواد د ټولو جوړو شویو زیربناوو او بنسټونو د ویجاړولو مسئول و. دا او نور مسایل مو له عصمت څاروان سره په مرکه کې څېړلي دي؛ مرکه په دې لینک کې وګورئ. youtu.be/Y_0n-HQsAzM?is=sNGm…
14
18
110
27,842
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
بلې، لوبې مطلوبه پایله نلرله خو موخه له لاسه نه ده وتلې ځکه خو سره له دې چې د نړیوال نظم جبر د بیان د ازادۍ په نغري کې اوبه تویې کړې خو جمهور رئیس او ملت پال بیا هم هڅه کوي چې د افغانستان د ښیرازۍ د تحرک سپرغۍ بله وساتي. بلې، د جمهوریت کاروان ته مو په دې موخه لاس ورکړ چې دودیز نکاره سیاست ختم او ملي ثبات ټنګښت ومومي. بلې، جمهوریت وپرځېد ځکه چې نړیوالو او داخلي پرسوده حلقاتو د حذف په محور کوږ بار تړلی وه، ټګمارو نړیوالو دوه مخې لوبه ښه مهندسي کړې وه، ملي سیاسي بهیر له حاشیې متن ته رانغی او د انجوبازۍ ماشین اقتصادې کڅوړې پنځولې چې د ملي روایت او حاکمیت ضد افراد پرې تغذیه شي. بلې د مسؤلیت په ګدۍ د جنګسلارو ناسته کمزورې شوه ځکه ځوانه، نوې او تخنیکي انرژي د عصر اړتیاه وه او ده چې د ګټې بېلانس یې له زیانونو په مراتبو ډېر دی. بلې، ژوندي تاریخ مکرراً تدریس کړو خو نو مو عقل له پوندو سر ته راغئ، نه مو د زر کرایه کېدو ظرفیت مړژواندی شو او نه مو په یو واحد ملي روایت د سلاکېدو هنر پیدا کړ.
ولې د هیواد د راتلونکي په اړه د ځوانانو په رول ډېر ټینګار کوو؟ ځکه چې زموږ د مخکیني نسل کاري سوانح او تجربې زموږ په مخ پرتې دي؛ تېر نسل د دوو میلیونو افغانانو د وژلو مسئول دی، تېر نسل د تېرو څلوېښتو کلونو په موده کې د سولې مذاکراتو د شپږو ناکامو مذاکراتو مسئول و، تېر نسل د ۱۸۸۰ او ۱۹۸۰ ترمنځ په سلو کلونو کې د هیواد د ټولو جوړو شویو زیربناوو او بنسټونو د ویجاړولو مسئول و. دا او نور مسایل مو له عصمت څاروان سره په مرکه کې څېړلي دي؛ مرکه په دې لینک کې وګورئ. youtu.be/Y_0n-HQsAzM?is=sNGm…
1
11
1,980
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د پخواني ولسمشر اشرف غني د چارو د ادارې عمومي رييس ډاکتر فضل محمود فضلي له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د جمهوریت د سقوط، د پخواني ولسمشر د اوسېدو د ځای د بدلېدو، د طالبانو د حکومت او د افغانستان د راتلونکي وضعیت په اړه خبرې کړي. لینک بشپړه مرکه 📷youtu.be/Y_0n-HQsAzM?si=dF79…
5
2
37
3,218
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
په هرات کې د ښځو په ملاتړ راټوکېدلی ولسي غبرگون پخپل ذات کې د اوسني استبداد پروړاندې نوې بڼه او سرښندنه ده. دا ښيي چې ولسي تحرک موجود دی. دا په دې مانا چې ولس قهرېدلای شي. د شاتگ‌پالو په مرۍ ولسي خپړې راتاوېدلای شي. یوځل بیا د معارف شُغلې د تورې تیارې خپسکه بربنډولای شي. درېغه چې دغه تحرک د سیاسي نظم ضریب خوړلای وای. داسې لوری ورکړل شوی وای چې برمته شوی «سیاسي برخلیک» یې بېرته ولس ته ورکولی شوای. دا لوری یوازې - یوازې سیاسي سازمونونه/گوندونه ورکولای شي. هغه چې موږ یې په اړتیا حتی اجماع نلرو!
2
6
943
RT @a_siab: @a_siab هرات هرات چې په سینه کې یې پروت دعلم تبحر دې هرات چې د فرهنګ له ښکلا ګانو بهره ور دې هرات چې د تاریخ لو…
24
RT @a_siab: Ironically Pakistan is leaving no stone unturned for d success of US-Iran talks but makes it a point to not let its own talks w…
65
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
حقیقت دا دی چې پاکستان هېڅکله تر خپل کنټرول لاندې سیمو‌ کې د ټي ټي پي پر وړاندې اقدام نه دی کړی، نو لا په افغانستان کې به څنګه وکړي؟! پر افغان خاوره د پاکستان روان ناقانونه، بزدلانه او وحشیانه هوايي بریدونه هېڅکله د ټي ټي پي پر ضد نه وو او نه دي؛ بلکې موخه یې د خپل بادار په ګټه د افغانستان په ګډون د ټولې سیمې بې‌ثباته کول دي، څو خپله ستراتیژیکه برلاسي وساتي. خو اوس چې د پاکستان بادار په فارس خلیج کې له وارخطایۍ سره مخ دی، پاکستان لپاره به په منځمهاله موده کې دا بې‌پروا او خطرناکه لوبه بالاخره درنه بیه ولري. افغانستان د لسیزو سختیو سره سره هر څه زغملي او تر هغې چې نړۍ وي، افغانستان به د یوه ملت په توګه پاتې وي؛ خو دغه حقیقت د پاکستان په اړه صدق نه کوي.
1
74
481
27,412
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
پاکستان د امریکې د پاملرنې اړولو لپاره تل هر ډول خطرناک، منافقانه او ټیټ ګامونه اخیستي دي. د امریکا د توجه د جلب لپاره، د پاکستان لومړنی صدراعظم، لیاقت علي خان، په راولپنډۍ کې په عام محضر کې ووژل شو او بیا د پېښې پړه په هماغه ورځ پر یوه افغان، سید اکبر، واچول شوه. د سړې جګړې په وروستیو کې د وخت جمهور رئیس ضیاءالحق په مرموز ډول ووژل شو او دا بیا یوازې یوه «هوایي پېښه» وبلل شوه. په پېښور کې د حربي ښوونځي څه باندې سل زده‌کوونکي په داسې خونړۍ پېښه کې ووژل شول چې موخه یې نړۍ، په ځانګړي ډول امریکا، ته د ټي ټي پي د خطر جدي ښودل وو. له دې پرته هم پاکستان بې‌شمېره نورې لوبې کړې دي او لا یې دوام ورکړی دی. نن هم په خیبر پښتونخوا کې هره ورځ خپل پولیس او سرتېري وژني او بیا د همدې پېښو په پلمه د افغانانو کورونه بمبارېږي. دا هر څه د دې لپاره ترسره کېږي چې یو ځل بیا د امریکې پاملرنه ترلاسه کړي او ځان د «ترهګرۍ قرباني» معرفي کړي. له همدې امله موږ وایو چې دا یوه لوبه ده خو عادي لوبه نه، بلکې ډېره خطرناکه، مرداره او خونړۍ سټراتیژیکه لوبه ده. دې لوبې ته باید د افغانانو له خوا مشروعیت ورنکړل شي. د پاکستان هغه «امنیتي اندېښنې» چې نن پرې خبرې کېږي، په حقیقت کې خپله د پاکستان له خوا مهندسي شوي جعلي اندیښنې دي. له همدې امله د دې موضوع په اړه چوپتیا، مبهم دریځونه او یا هم پاکستان سره په همدې محوریت مذاکرات، په عملي ډول د پاکستان همدې خطرناکې لوبې دوام ته مشروعیت ورکول دي. زموږ مسئولیت یوازې ددې خطرناکې لوبې د مشروعیت مخنیوې نه بلکې دا هم دی چې موږ باید په افغانستان کې د دې لوبې مشروعیت ورکوونکي د هغوی له کړنو، خبرو او خاینانه چوپتیا څخه وپېژنو.
7
21
166
12,133
له لرغوني هرات څخه د ښځو د بنسټیزو ټولنیزو حقونو لپاره د ازادۍ، کرامت او ژوند غږ پورته شو، او تر دې وړاندې د هېواد له ختیځ، ننګرهار څخه د نجونو د زده کړو لپاره د «یا ټول، یا هېڅوک» شعار بدرګه شو. دا که څه هم واړه ګامونه ښکاري، خو د انساني کرامت د ساتنې او لومرنیو حقونو د تأمین لپاره مهم او اساسي خوځښتونه دي. څانګه به نن سبا کې ګُل شي ما یې په سر کې سرې غوټۍ لیدلي دینه
40
18
172
11,927
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
ایا افغانستان رښتیا هم د بریتانوي مرستو پر مټ خپله بقا ساتلې، که دا یوه استعماري افسانه ده چې بې له پوښتنې او څېړنې د ډیرو خلکو په اذهانو کې تلقین شوې ده؟ په دې مقاله کې مې تاریخي شواهد څېړلي او استدلال مې کړی چې د افغانستان دولت تر ډېره پر خپلو عوایدو، ادارو او سیاسي ارادې ولاړ و، نه پر بریتانوي مرستو. بشپړه مقاله دلته ولولئ: theafghanistanpost.com/archi…
18
23
177
27,756
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د شاغلي @FFazly دا استدلال تاریخي سابقه لري. د افغانستان حاکمیتونه تل په یو نه یو ډول بدنام شوي، کمزوري شوي او په نیابتي لاسونو ړنګ کړل شوي. د دې واقعیتونو یوه څرګنده بیلګه په افغانستان کې د امارت، مشروطه شاهي، دیموکراتیک، جمهوریت، یا اسلامي جمهوریت ردول دي. یعنی په هره تاریخي تکاملي دوره کې روشنفکري او قانونمند نظامونه رد او هیواد په یوه یا بله بهانه انارشۍ او بې ثباتۍ ته سوق شوی دی! د یو پیاوړي نظام جوړولو لپاره دقیق او جامع ملي میثاق ته اړتیا ده. theafghanistanpost.com/archi…
5
8
50
5,328
RT @HafizHamim3: دا لیکنه هرو مرو ولولئ. یو مهم او پر وخت بحث یې مطرح کړی دی. اساسي ارزښت یې دا دی چې د افغانستان د تاریخ د لوستلو لپاره د…
1
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
«هغه ملت چې د خپل تاریخ په اړه د نورو روایتونه تکراروي، د خپل راتلونکي په اړه هم د نورو پرېکړو ته انتظار باسي. خو هغه ملت چې خپل تاریخ په خپل ذهن، خپل معیار او خپل اعتماد لولي، د خپل راتلونکي د جوړولو جرئت پیدا کوي»
ایا افغانستان رښتیا هم د بریتانوي مرستو پر مټ خپله بقا ساتلې، که دا یوه استعماري افسانه ده چې بې له پوښتنې او څېړنې د ډیرو خلکو په اذهانو کې تلقین شوې ده؟ په دې مقاله کې مې تاریخي شواهد څېړلي او استدلال مې کړی چې د افغانستان دولت تر ډېره پر خپلو عوایدو، ادارو او سیاسي ارادې ولاړ و، نه پر بریتانوي مرستو. بشپړه مقاله دلته ولولئ: theafghanistanpost.com/archi…
1
6
1,348
RT @Mhalimfidai: په معاصر تاریخ‌لیکنه کې د “استعماري روایت” او “پس‌استعماري مطالعاتو” (Postcolonial Studies) په چوکاټ کې دا بحث جدي علمي بن…
2
RT @Mhalimfidai: سعد محسنی، رئیس گروه موبی که طلوع نیوز و لمر نیز بخشی از آن است، یک تاجر موفق است. دیروز در زمینه حقوق بشر و دموکراسی مناف…
5
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
مننه ډاکتر صاحب. دا بحث واقعاً خوارا مهم دی. بالکل سم وایې: “تاریخ وایي چې افغانستان د احمد شاه بابا له وخته د خپل دولت مالي بنسټونه لرل. تاریخ وایي چې افغان دولت د بهرنیو فشارونو پر وړاندې د خپلو سرچینو د تنظیم لپاره اصلاحات وکړل. تاریخ وایي چې افغان ولس مالیه ورکوله، کرنه یې کوله، سوداګري یې کوله او دولت یې تمویلاوه. او تاریخ وایي چې بهرني قدرتونه راغلل او لاړل، خو افغانستان پاتې شو.”
ایا افغانستان رښتیا هم د بریتانوي مرستو پر مټ خپله بقا ساتلې، که دا یوه استعماري افسانه ده چې بې له پوښتنې او څېړنې د ډیرو خلکو په اذهانو کې تلقین شوې ده؟ په دې مقاله کې مې تاریخي شواهد څېړلي او استدلال مې کړی چې د افغانستان دولت تر ډېره پر خپلو عوایدو، ادارو او سیاسي ارادې ولاړ و، نه پر بریتانوي مرستو. بشپړه مقاله دلته ولولئ: theafghanistanpost.com/archi…
1
15
2,864
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د «برېتانوي سبسایډي» افسانه او د افغانستان د خپلواک دولت تاریخي حقیقت؛ لیکنه: ډاکټر فضل محمود فضلي ژباړه او تحلیل: د کابل پادکست د تحلیل ډله د چارو د ادارې پخواني رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په یوه تفصیلي-تحلیلي لیکنه کې د افغانستان د معاصر تاریخ هغه مشهور روایت رد کړی چې ګواکې د نولسمې پېړۍ افغانستان یوازې د برېتانوي هند له مالي مرستو پرته نشو پاتې کېدای. نوموړي دغه روایت «استعماري افسانه» بللې او ویلي یې دي چې دا یوازې تاریخي تېروتنه نه ده، بلکې د سیاسي هدف لپاره کارول شوې مفکوره ده چې د افغانانو د دولت جوړونې وړتیا، اقتصادي خپلواکي او سیاسي استقلال کم رنګه وښيي. د استعماري روایت نقد! د تحلیل له مخې، دا نظریه چې افغانستان د برېتانوي سبسایډیو پر بنسټ ژوندی پاتې شوی، د تاریخي واقعیتونو سره سمون نه لري. د هغه په وینا، دغه ډول روایتونه د افغانانو د تاریخي اعتماد او ملي شعور د کمزوري کولو هڅه ده. هغه زیاتوي چې دا تصور عام شوی چې ګواکې افغان واکمنانو هېڅ اقتصادي وړتیا نه درلوده او د دولت ټول مصارف د بهرنیو مرستو له لارې تمویل کېدل، خو دا ادعا تاریخي شواهد نه لري. د دراني دورې اقتصادي بنسټونه! د لیکوال په وینا، د احمد شاه بابا له وخت څخه د افغانستان دولت د داخلي سرچینو پر بنسټ ولاړ و. هغه وایي چې د دراني امپراتورۍ عواید له مالیاتو، کرنیزو تولیداتو، سوداګرۍ او دودیزو اقتصادي جوړښتونو څخه ترلاسه کېدل. نوموړی زیاتوي چې د تیمور شاه او نورو دراني واکمنانو په دورو کې هم دولت د خپلو داخلي منابعو له لارې اداره کېده او د بهرني مالي ملاتړ اړتیا نه وه. د نولسمې پېړۍ بدلونونه او فشارونه! تحلیل ښيي چې د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د برېتانوي هند د پراخېدونکي نفوذ له امله په سیمه کې سیاسي او اقتصادي شرایط بدل شول. فضلي لیکي چې برېتانیا د روسیې د نفوذ د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د نفوذ سیاستونه عملي کړل او د سوداګریزو لارو محدودول یې د همدې ستراتیژۍ برخه وه. دې محدودیتونو د افغانستان عواید اغېزمن کړل، خو د دولت بشپړ اقتصادي سقوط یې رامنځته نه کړ. د امیرانو لخوا د عوایدو مرکزي کېدل! د لیکنې له مخې، د امیر دوست محمد خان د واک په دویم پړاو کې د عوایدو د مرکزي کولو بهیر پیل شو، چې وروسته د امیر شیر علي خان او په ځانګړي ډول د امیر عبدالرحمن خان په دوره کې بشپړ سیسټم مرکزي شو. فضلي وایي، دا یو داخلي او تدریجي اصلاحاتي بهیر و چې هدف یې د دولت پیاوړتیا او د مالي نظام منظم کول وو. د برېتانوي مرستو اندازه او حقیقت! نوموړی د تاریخي ارقامو په حواله وایي چې د امیر عبدالرحمن خان د حکومت کلني عواید شاوخوا ۵۰ میلیونه روپۍ وې، په داسې حال کې چې د برېتانیا مرسته نږدې ۱ میلیونه روپۍ وه. د هغه په وینا، دا یوازې شاوخوا ۲ سلنه جوړوي، نو دا ادعا چې د افغانستان دولت پر بهرنیو مرستو ولاړ و، بې بنسټه ده. ولې استعماري روایت دوام پیدا کړو؟ فضلي وایي چې استعماري ځواکونه هڅه کوي د هغو ملتونو تاریخي ځان بسیاینه کمه وښيي چې د استعمار پر وړاندې یې مقاومت کړی. د هغه په باور، دا روایت د دې لپاره جوړ شوی چې وښيي یوازې استعمار د دولت جوړونې، ادارې او پرمختګ سرچینه وه. د معاصرو نړیوالو مفاهیمو ناسمه کارونه! هغه زیاتوي چې د «مرستندوی دولت» مفهوم د شلمې او یوویشتمې پېړۍ له نړیوال اقتصادي نظام سره تړاو لري او د نولسمې پېړۍ افغانستان ته یې کارول تاریخي تېروتنه ده. پایله او د نسلونو لپاره پیغام! لیکوال ټینګار کوي چې د افغانستان تاریخ ښيي چې دا هېواد د خپلو خلکو، مالیاتو او داخلي منابعو پر بنسټ ولاړ پاتې شوی دی. د هغه په وینا، که یو ملت خپل تاریخ د نورو له روایتونو واخلي، نو خپله راتلونکې هم د نورو پرېکړو ته پرېږدي، خو که خپل تاریخ په خپله ولولي، نو د خپل راتلونکي د جوړولو توان پیدا کوي. له لېکنې دا نتیجه اخیستلای شو چې د افغانستان راتلونکی سیاست باید پر خپل تاریخي باور، داخلي ظرفیت او خپلواک تفکر ولاړ وي، نه پر استعماري روایتونو.
5
24
1,931