Joined November 2025
3,138 Photos and videos
د راپورونو له مخې، د امریکا د هوايي ځواک یوه بي-۵۲ سټراټوفورټریس (B-52 Stratofortress) بم غورځوونکې الوتکه د کلیفورنیا ایالت په اېډوارډز هوايي اډه کې له پورته کېدو لږ وروسته لوېدلې، چې په پایله کې یې ټول اته عمله غړي وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، الوتکه د یوې عادي ازمایښتي الوتنې پر مهال د ځايي وخت له مخې شاوخوا د سهار په ۱۱:۲۰ بجو د موهاوي دښتې په سیمه کې راولوېدله. چارواکي وايي، د ژغورنې او بېړنیو مرستو ډلې سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدې، خو لومړنیو ارزونو ښودلې چې د پېښې د ژوندي پاتې کېدو احتمال نه و. د امریکا پوځ ویلي، د الوتکې د لوېدو د علت د معلومولو لپاره پلټنې پیل شوې دي. له پېښې وروسته په اېډوارډز هوايي اډه کې هوايي فعالیتونه په لنډمهاله توګه وځنډول شول او راتلونکې الوتنې نورو هوايي ډګرونو ته واړول شوې. بي-۵۲ سټراټوفورټریس د امریکا د هوايي ځواک له مهمو ستراتیژیکو الوتکو څخه ده، چې د دودیزو او اټومي وسلو د لېږد وړتیا لري او له لسیزو راهیسې د امریکا د هوايي ځواک د عملیاتو مهمه برخه ګڼل کېږي.
1
46
په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره د غځېدو په اړه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام دایمي استازي نصیر احمد فایق، یې هرکلی کړی او د افغانستان د خلکو د ملاتړ په برخه کې یې د ملګرو ملتونو پر حیاتي رول ټینګار کړی دی. فایق ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د لا خرابېدو په اړه جدي اندېښنې موجودې دي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو محدودېدل، خپل‌سرې نیونې او پر اساسي آزادیو د بندیزونو زیاتوالی د اندېښنې وړ موضوعات دي. بشپړ متن پر رڼا ویب سایټ ولولئ. ranatv.com/ps/فا%d…
25
د یمن ۳۰ کلن ځوان القعقاع عنتر، چې په «یمني سپایډرمن» مشهور و، د ٣٠ متره ژورې کندې ته د لوېدو له امله ومړ یاده پېښه د حرضه دمت په نوم د یوه مړه اورشیندونکي غره په څوکو کې رامنځته شوې ده.
1
110
افغانستان کې یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځول شو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې پرېکړه‌لیک په ملاتړ د ټولو ۱۵ غړو په مثبتو رایو سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.
2
2
49
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، چې له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو هوکړه د دواړو لورو په همغږۍ ترسره شوې او ټاکل شوې د جمعې په ورځ لاسلیک شي. پزشکیان زیاته کړې: «دښمن فکر کاوه چې د جګړې له پیل سره به هېواد ګډوډ شي، خو ایا داسې وشول؟ ځواب منفي دی.» په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دې خبر د تایید ترڅنګ ویلي، چې د ایران استازي به په جینوا کې د جمعې په ورځ د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیکولو په مراسمو کې ګډون وکړي.
2
4
155
د ایران او امریکا تر منځ هوکړه د سیمې او نړۍ لپاره د یو نوي تحول پیل ګڼل کيږي. اسراييل له دې هوکړې خوښ نه دی او تر ممکنه حده به ددې پروسې د ګډوډۍ هڅه وکړي. ددې هوکړې پر بنسټ ایران ډېر څه ترلاسه کړي دي او په یو ډول ددې کړکېچ ګټونکی شوی. تر دې وروسته به د پاکستان پر وهلو او کمزوري کولو هم تمرکز وشي. د رڼا لید په دې خپرونه کې پر همدې موضوعاتو شننه شوې بشپړه خپرونه youtu.be/eHeZeD-LwDM?fbclid=…
2
4
465
نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران کې د یورانیمو د ټیټې کچې او غیرپوځي بډایه کولو سره موافقه کړې. د راپور له مخې، ټرمپ په یوه ټلیفوني مرکه کې ویلي، چې ایران کولای شي د پوځي موخو لپاره نه، بلکې په ټیټه کچه د یورانیمو بډایه کولو ته ادامه ورکړي. هغه زیاته کړې، چې متحده ایالات به د دغې هوکړې د پلي کېدو لپاره د څارنې پیاوړي صلاحیتونه ولري.
4
21
981
د ضرب عضب ظالمانه عملیات او د وزیرستان د کنډواله کولو ډالري دسیسه، دولس کاله وروسته لا همغه بدنامه پالیسي. پاکستاني پوځ په تېرو څو لسیزو کې په دوامداره ډول د پښتنو او بلوڅو سیمې د ترهګرۍ په تور تورنې او بیا د عملیاتو په نوم ځپلي. ددې دسیسو او بې رحمه عملیاتو تر شا موخې څه دي؟ د رڼا لید قدرمنو مېلمنو په همدې موضوعاتو شننه کړې. بشپړه خپرونه m.youtube.com/watch?v=FeVofy…
2
2
164
د افغانستان او چین تر منځ د نښلېدونکي سړک د رغوونې چارې روانې دي. زمونږ همکار د واخان؛ د پامیر څوکو ته تللی او هلته یې د چین سره د نښلېدونکي سړک چارې کتلي. دې راپور کې د همدې سړک د چارو اړونده شرکت او د سیمې پامیری افغانانو سره هم خبرې شوې دي. بشپړه راپور youtu.be/TBlbLO56IqA?fbclid=…
2
2
134
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان ترمنځ د مثبتو اړیکو د پراختیا هرکلی کړی دی. نوموړي پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان ترمنځ د همکاریو پراختیا د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره مهمه ده. هغه زیاته کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې هم د یوې باثباته او هوسا سیمې د جوړېدو لپاره ستره پانګه کېدای شي.
6
35
1,020
A new radio station named Sah has officially started broadcasting in Afghanistan’s eastern Khost province on the 94.7 FM frequency. Officials of the station say that Sah Radio will operate 18 hours a day from now on, offering a variety of programs on a daily basis. According to available information, this is the fifth private radio station to begin broadcasting in Khost since the return of the Taliban to power. Meanwhile, some officials of existing radio stations in the province report worsening financial conditions. They warn that if the current situation continues, they may be forced to shut down their operations due to economic pressures. Read More on our website. ranatv.com/a-new-radio-stati…
2
3
97
دغه راپور ښيي، چې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان په افغانستان کې د حادې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي، چې دا شمېر د هېواد د بشري بحران د ژورتیا څرګندونه کوي. بشپړ راپور د رڼا پر ویب سایټ ولولئ. ranatv.com/ps/او%d…
3
4
149
د پاکستان د ملي شورا غړي اسد قیصر په پارلمان کې له افغانستان سره پر سوداګریزو محدودیتونو نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل کېدا د پېښور صنعت او اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ کوي. هغه ویلي، پېښور د کراچۍ او لاهور په پرتله د افغانستان او منځنۍ آسیا بازارونو ته د لاسرسي له امله مهم اقتصادي امتیاز لري، خو د لارو د تړل کېدو له امله دغه برتري له منځه ځي. اسد قیصر ټینګار کړی، چې باید سیاسي اختلافات له سوداګرۍ جلا وساتل شي او د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د ستونزو د حل لپاره ډیپلوماټیکې لارې وکارول شي، حتی د جرګو له لارې. نوموړي همداراز غوښتنه کړې، چې خلکو ته د حلالې سوداګرۍ او اقتصادي فعالیت زمینه برابره شي، څو د سیمې اقتصاد له لا زیات زیان سره مخ نه شي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو شاوخوا شپږ میاشتو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې، چې له امله یې د کرښې دواړو غاړو ته سوداګري اغېزمنه شوې ده.
2
10
345
د طالبانو حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د درې نجونو د ټپي کېدو د پېښې عامل له خپل موټر سره یو ځای نیول شوی دی. ځدراڼ وايي، چې نیول شوی کس تر قانوني څېړنو لاندې دی او د پېښې په اړه لازمې څېړنې او اجراآت روان دي.
1
3
8
180
د پښتونخوا په مردان (کټلنګ) سیمه کې د پاکستان د پوځ یوه روزنیزه الوتکه غورځېدلې ده، چې په پېښه کې دوه پیلوټان وژل شوي دي. ځايي سرچینې وايي، چې د الوتکې د لوېدو پر مهال دوه لارویان هم سخت ټپیان شوي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې وژل شوي پیلوټان قاسم او طلحه نومېدل.
5
19
662
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې روسیې تېره شپه پر اوکراین پراخ بریدونه کړي، چې یوازې پر پلازمېنه کییف کې یې له ۶۰ څخه زیات توغندي او په ټولیز ډول ۷۰ توغندي او ۶۱۱ ډرونونه کارولي دي. نوموړي ویلي، چې په کیېف کې څلور کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي او د یو تاریخي کلیسا په ګډون مهمې ودانۍ زیانمنې شوې دي، چې د اورلګېدنې پېښه هم پکې رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړې، چې په خارکیف کې د ژغورنې پر کارکوونکو هم د بیا برید له امله پنځه کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. همدارنګه په دنیپرو کې د اورګاډي تمځای، یو تعلیمي مرکز او یو شمېر صنعتي تاسیسات د بریدونو هدف ګرځېدلي دي. ولادیمیر زیلینسکي له د نړۍ له اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) غوښتي، چې پر روسیې فشارونه زیات کړي او د اوکراین د هوايي دفاع ملاتړ پیاوړی کړي، څو د ملکي وګړو ژوند وژغورل شي او جګړه پای ته ورسېږي.
4
21
733
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د ستونزو د حل لپاره د مذاکرې له لارې د نهایي شوي تفاهم‌لیک هرکلی کړی دی او دا یې د دواړو لورو، سیمې او نړۍ په ګټه بللی دی. ښاغلي کرزي د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات پر اهمیت ټینګار کړی او د دولتونو د ژمنې یادونه یې کړې چې باید د سولې د ساتنې لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
1
2
16
433
په خوست ولایت کې د ساه په نوم یوې نوې راډیو په ٩٤.٧ څپو په فعالیت پیل وکړ د یادې راډیو مسؤلین وایي، چې ساه راډیو به له نن ورځې وروسته په رسمي ډول هره ورځ اتلس ساعته بېلابېلې خپرونې وړاندې کوي. د معلوماتو له مخې، دا په خوست کې د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته پنځمه خصوصي راډیو ده، چې په خپرونو پیل کوي. بلخوا د یو شمېر پخوانیو راډیوګانو مسؤلین وایي، چې تر بل هر وخت یې اقتصادي حالت خراب شوی او که روان وضعیت دوام وکړي، نو دوی اړ دي، چې خپل نشرات بند کړي ranatv.com/ps/خو%d…
2
8
271
پاکستاني طالبانو(ټي‌ټي‌پي) د مستعمره پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې د پاکستاني پولیسو پر مرکز برید کړی. ځایي سرچینې وایي، چې بریدګرو د پولیسو یوه بې‌پیلوټه الوتکه (ډرون) هم راغورځولې او د پولیسو مرکز یې تر خپلې ولکې لاندې راوستلو وروسته اور ورته اچولی دی. د دغو راپورونو په اړه تر اوسه پاکستاني چارواکو رسمي څه ندي ویلي.
4
26
406