د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سما د بي بي سي هغو وروستیو موندنو ته په اشارې چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان تېری ثابتوي، ویلي چې طالبان په افغانستان کې د پاکستان د استراتیژیکو موخو د پوره کولو وسیله ده.
سما وایي چې د پاکستان د پلان لومړی فاز د نظام کمزوری کول، بې ثباتي او د جمهوریت پاشل وو ترڅو طالبان واک ته ورسوي.
سما ادعا کوي چې اوس پروژه "نوي فاز" ته داخله شوې چې هدف یې په تدریجي ډول د افغانستان د خاورې تصاحب او پر ټول هېواد بشپړ تسلط دی.
نوموړې وایي هر هغه څوک چې له طالبانو او پاکستان سره همغږي کوي، په اصل کې د دغې لويې پروژې برخه دي.
هغې د خپلو څرګندونو د پخلي لپاره د "پاکستان یو ترهګر هېواد دی" او "د افغانستان اشغال" په څېر توند هشتګونه کارولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بي بي سي وروستي راپور په اړه د ګڼو افغان سياسيونو او افغانانو توند غبرګونونه راوپارولي او طالبان يې د پاکستان رسمي پروژه بللې ده.
#ABN |
#MariamSama |
#PakistanProject |
#AfghanSovereignty |
#AnnexationAgenda