Joined September 2021
11,675 Photos and videos
Pinned Tweet
که فکر مو وي مونږ او ستاسې مړۀ کېږو، پرته لۀ جګړې هم، همدا شېبه د ټوېټ لیکلو او لوستلو پر مهال هم. قبر ته لاړ شو، خاورې پې واړوو او مرګ را یاد کړو، خو فکر کوو چې چېرته بل څوک به مړ کېږي؛ خپل ځان ډېر کم خیال کې راولو. دا سوچ په کار دی چې زۀ څۀ پرېږدم، خلکو او ما ته یې څۀ ګټه رسي؟
234
96
1,973
پرون راهیسې د استاد رفیع او کمانډو هرکلي تلې ته سره اچول شوي. اول خو د استاد حبیب الله رفیع په اړه مشهوره ده چې که څوک یې وینا لیکلې بڼې ته اړوي نو ایډېټ ته اړتیا نه لري، یعنې د خبرو رواني دې له ده زده شي، هغه لیکلي لسګونه کتابونه چې (رحماني حُم) مې په‌کې ښه لوستی؛ پخپل ځای، 👇
5
7
163
9,297
ځینې شیان د پرتلې وړ هم نه وي، د ذوق خاوندانو لښکرې نه وي، هر دور کې یو پنځه همذوقي په سخته موندلېږي، تر شور او داد یې توجو او خاموشي لا خوند کوي. او بل د ننګرهار د سپورټ رئیس هم فعال سړی دی، هغه هم د ریل کمانډو هرکلي کې رول لاره، وزیروال صیب لږ تر لږه په رفیع صیب هم پوسټ کړی و.
1
1
14
798
صیبه، موږ فرهنګي ډګر کې له داسې ادرسه ګیله کوو چې هیڅ حکومت کې یې موږ بخت نه لرو، ښه نو په دا ماډرن جمهوریت کې یې وزیر څخېل خوبزن و او معین یې څه خیالیګر و. هن؟ له جمهوریت روسته چې اوله یاران راغلل، وزګار نه شوم، ګنې له دې وزارته مې پرایماکورډ راتاواوه او له بېخه مې پټاو کاوه😷
1
1
15
744
پرون مو خوست اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د چنار کلنۍ مشاعرې په اړه مشورتي ماښامنۍ لرله. خوست‌مېشتو فرهنګي ملګرو د ښه ترسره کېدا په اړه ډېر عالي نظرونه وړاندې کړل، مثلا چېرته دې وشي، څنګه او کوم نویوالی دې په‌کې راشي او تر څنګ مو ښه مشاعره هم تر سره کړه. څلور کاله روسته ان شاءالله
4
80
2,526
دې ښکلې ځواني خوست بازار کې د لاس کراچي چلوله، بیا د ګلدوزي استاد ماشین ورته واخیست او مفت یې کار ورزده کړ، دوه کاله یې ځانته کار وکړ بیا موټر وواهه زنګون یې خوږ شو، له غریبۍ یې بې‌غوره پرېښود، بالاخره ناسور شو او پېښور ته یې یووړ، ۵ میاشتې کېږي هلته پروت دی، متاسفانه کېنسر یې دی
16
18
209
18,515
چې څه شته او زور یې لاره پې ختم یې کړل. نن یې دوکان ته استاد راغلی و، ویل بله اسره والاکه لري، غیر له دې چې پوسټ ورته وکړې او څه نغدي مرسته ورسره وشي، دی به یا ښه شي یا نا، خو د کورنۍ او بېچاره پلار یې بل هیڅ لوري ته مخ نه اوړي. دا یې د پلار نمبر دی 0796499988
1
3
33
1,735
کندهار کې د سړک جوړولو مهال هغه تاریخي تونل ښکاره شوی چې 2011 کال کې 541 تنه مهم طالبان له دې لارې د کندهار له محبس وتلي ول. هغه مهال مشوره وه چې یو عسکر د تحقیق مهال ویل: وایي نور نه خبر خو د شپې بندیانو دا سندره کوله چې: د جېلخانې لاندې سوریه سبا کوچ دی لالیه😷
9
39
354
17,606
شبکو خو مخکې امبیو ته اوبه ورګډولې، اوس اوبو ته امبۍ ورګډوي مخکې مې ۴۰ جی‌بي میاشت کېده/ ۱۸ ساعته مې کارولو، اوس دکان کې مصروف او زیات نېټ نه کاروم، ۱۵ ورځې هم نه کېږي حال دا چې وي پي ان هم نه کاروم، افغان بېسیم کې ورته اړتیا نه شته شبکو په یارانو څه ګوډې کړي څه نه‌شي ورته ویلی.
68
81
565
20,975
مثلا که دا کس د نجونو تداوي کوي او کورنۍ یې بښي شاید خوشې شي؟ خو دلته یو عالم وویل: حق العبد برخه کې خلاصېږي، خو په حق الله يا عامه حقوقو برخه کې سخته تعزيري سزاء شرعا ورکول کېدای شي. ځکه عامه نظم یې ګډوډ ښودلی او حکومت یې بدنام کړی‌دی، خلک وایي چې شاید د چارواکي زوی یا اوښی وي.
33
15
202
17,323
خوریې وایي چې غریب سړی برګ یې سپی، تا ته یې څه؟ مال ټیک وایي، غریب سړي خر غلا کړی و، خر یې غاړه کې نه شو وراچولی اخېر یې خره ته سړی غاړه کې چې ورواچاوه😷
1
14
1,425
د کابل شپږمې حوزې مسولینو هغه کس له موټر سره نېولی چې نجونې یې په لنډکروزر وهلې وې او بیا تښتېدلی و. له دې ورهاخوا چې نېولو مهال به یې ښه پلن کړی وي، نور داسې څه باید ورسره وشي چې هم قانوني وي او هم عبرت ترې واخیستی شي؟
16
23
262
7,929
زما لویه ګناه دا نه ده چې پښتون یم، بلکې جاهل یم👋 غزني کې یوه نجلۍ کم عمر کې واده شوې وه او د خسرګنۍ له لوري د کورني تاوتریخوالي لامله سختو ستونزو سره مخ او له کوره ایستل شوې وه. له اووه کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ بېله شوې وه. سپینې قطعې موندلې او خپلې کورنۍ ته یې سپارلې ده.
12
16
229
9,422
الله تعالی زموږ د جهالت لامله مستقیما پر موږ تندرونه نه راغورځوي، خو یا انګرېز راباندې راولي، یا روس، یا امریکا او یا اسرایل... موږ بیا په ډېره لویه بیه له دوی سره جهاد کوو، خو تر دې مخکې د خپل جهالت پر وړاندې مبارزه نه کوو ځکه چې د خپل غور نېکه او غورجد کلتور یې بولو یارو.
8
5
44
1,248
امریکا لکه اسرایلو ته هم وویل څې شپه نیمایي ته ورسېده دا کټ اتي راکئ!؟ څه بې‌وفا او بې‌رحمه دنیا ده د ایران سوټي ته یې ګوښی ورپرېښود😷
4
5
207
7,548
تېر امارت کې د لوی اختر په ورځ زموږ سیدکرم کوهسین کې یو سړی چا پۀ چاقو ؤژلی ؤ، یو کلیوال چې جامې یې په وینو رنګ وې مجاهدینو ولسوالي ته یووړ، هلته یې وویل ما نه دی وژلی مجاهدینو ویل: ولې دې کلي کې دا خبره نه کوله؟ کلیوال په عاجزۍ ورته ویلي ول، مال چې د قربانۍ څرمن به رانه یوسئ😷
4
6
132
9,380
د ډېرو معدې ځکه خرابې دي چې کم عمر کې نصوار نیسي، د مشرانو تر مخه یې غورځولی نه‌شي/ ترخې لاړې نس ته تېروي خوریې وایي یوه ورځ پلار مجلس راسره وغځاوه، خوله کې مې لاړې ډېرېدې اخېر مې نصوار نس ته تېر کړل اوس یې معاینه وکړه، د معدې زخم/ ایچ پایلوري لري ځینې چې ویدېږي هم چونډۍ پې نیسي.
9
6
105
18,334
ځکه رواني ناروغان یو چې ولې د هر چا نه خوښېږو دا امکان نه لري، حتی د الله تعالی او پیغمبرانو په اړه هم نظر یو نه دی خوریې مو خپل فسبوکي پوسټ کې د زړه ۱۰۰ لایکه نه ګوري خو د خندا/غوسې ۵ لایکونو ته ځورېږي د ۸ ملیارده انسانانو قوارې یو شان نه دي، همداسې فکرونه او مزاجونه هم مختلف دي
1
89
4,491