د یوه هندي ګوند غړی تر وهلو وروسته وژل شوی
د هند د ډیهرادون ښار کې د بهارتیه جنتا ګوند (BJP) یو غړی تر سختو وهلو وروسته وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، پولیسو د دې پېښې په تړاو ۱۲ کسان تر قانوني تعقیب لاندې نیولي او پر ضد یې قضیې ثبت کړې دي.
همداراز، په خپرو شويو ويډېوګانو کې ښکاري چې د چارواکو له لوري د تورنو کسانو ځینې ودانۍ او ملکیتونه د بلدوزرونو په وسیله نړول کېږي.
#امیدراډيو