په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د پاکستان لخوا د افغانستان خاورې لاندې کولو او پر ملکي وګړو د بمباریو راپورونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې له نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.
نوموړي ویلي، د پاکستان لخوا د افغانستان د سیمو لاندې کول یو "ښکاره تېری" او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.
فایق وایي چې هیڅ پلمه، حتا په کابل کې د یو مشروع حکومت نشتوالی هم د بل هېواد د خاورې د اشغالولو لپاره جواز نه شي کېدای.
نوموړي ویلي پاکستان، چې د لسیزو راهیسې یې طالبانو ته وسلې او پناه ورکړې، اوس نه شي کولی د "ترهګرۍ ضد مبارزې" تر عنوان لاندې افغانان بمبار کړي او خاوره یې ونیسي.
فایق ټینګار کړی چې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د معاملې وړ نه ده او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې دې موضوع ته پام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د بي بي سي لخوا خپاره شوي د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې پاکستان په تېرو څو اونيو کې په سیستماتیک ډول د افغانستان په خاوره کې دننه کیلومترونه وړاندې حصارکشي او د اغزن تار تېرول پیل کړي دي.
د دغو سپوږمکیزو انځورونو په اساس، ښکاري چې پاکستان د فرضي ډیورنډ کرښې له پخوانیو نښو تېر شوی او نوې کرښې یې د افغانستان په حریم کې دننه ایستلي دي. دغه اسناد ښيي چې د کونړ، نورستان او ځینو نورو سرحدي سیمو استراتیژیکې برخې د نوي "اغزن تار" په واسطه د پاکستان لوري ته اړول شوي دي.
#ABN |
#NasirFaiq |
#UNSC |
#AfghanSovereignty |
#PakistanAggression