د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له زندانه په یوه پیغام کې ویلي، چې په پاکستان او افغانستان کې د ترهګرۍ ستونزه له خبرو او مذاکراتو پرته کېدلی نه شي.
عمران خان وايي، یوازې پوځي عملیات دا بحران پای ته رسولي نه شي؛ بلکې اړتیا ده چې یوه هر اړخیزه او سیاسي ستراتېژي جوړه شي، چې د سیاسي استازو په سلا جوړه شوې وي.
هغه خبرداری ورکړی، چې پوځي اقدامات د بې ګناه خلکو د وژل کېدو، د خلکو د بې کوره کېدو او مالي زیانونو لامل کېږي او تاریخ ښودلې چې دا ډول تګلارې دوامدارې پایلې نه لري.
عمران خان همداراز له د خیبر پښتونخوا له نوي حکومت څخه غوښتي، چې له ټولو اړخونو سره خبرې وکړي او د تلپاتې سولې او د دې ایالت د اقتصاد او بیا رغونې لپاره یو هر اړخیز او اغېزمن پلان جوړ کړي.
نوموړي د خلکو د سوله ییزو اعتراضونو پر حق هم ټینګار کړی او د سولې غوښتونکو پر وړاندې تاوتریخوالی او د مخامخ ډزو غندنه یې کړې ده.
#ABN #Pakistan #Afghanistan #TalksForPeace #KPK